نوید سلامتی

وبسایت دوکتوران افغانستان

مطالب صحی توسط متخصصین رشته های مختلف

سلامتی و زیبایی تانرا با معلومات صحی ما بیافزایید!

معلومات مهم در باره زیبایی و سلامتی جلد مو و ناخن

فیسبوک دوکتوران افغانستان

مطالب صحی معلومات معرفی دوکتوران افغاسنتان

شفاخانه جلدی زیبایی روز

اولین و مجهز ترین شفاخانه جلدی زیبایی در افغانستان

۱۳۹۲ تیر ۱۵, شنبه

د ویټامین E په اړه نوی موندنی


د سورة اعراف په ۱۶۰ آيت کې الله تعالی فرمايي:
له هغو پاکو شيانو څخه چې مونږ درکړي، وخورئ.
نوي مطالعات ښيي چې يوازې ۲۵ سلنه وګړي، خواړه له پروسس څخه پرته په هماغه طبيعي بڼه خوري او پاتې چې ۷۵ سلنه وګړي، له پروسس شوو خوړو څخه استفاده كوي.
ويتامين اي عموماً په پروسس شوو غذايي موادو کې لږ پيدا کېږي، حال دا چې د طبېعي خوړو څخه استفاده د وجود د ويتامين اي د پوره کولو غوره لاره ده چې ورسره د وجود د نورو اړينو موادو كمښت هم پوره کېږي.

په بدن كې د ويټامين اي دنده
ويتامين اي د وجود لپاره ډېره مهمه مغذي ماده ده ځکه چې دا د وينې د سرو کروياتو د جوړېدنې، دوام او ژوند لپاره حياتي حيثيت لري. د وينې سره کرويات د انسان ټول وجود ته د ژوند لپاره ضروري مغذي موادو او اوکسيجن د رسولو مسئوليت لري. ويتامين اي کولای شي د بدن حجرات د هغه زهري موادو په مقابل کې چې وينه کې موجود دي د تخريب څخه وساتي؛ همدارنګه د ادرينال (فوق الکليه) او هيپوفېز د غدو د هورمونونه ساتنه هم كوي. د وينې فشار کم ساتي، د شريانونو له جدارونو څخه د کولسترول بقایاوې لرې کوي او د وجود د شحمياتو په تجزیه کې رول لري.همدا شان ويتامین اي د زړه او د ویښتو د صحت لپاره هم ضرور دی.
د ويتامين اي کموالی د تخریشيت، د سرو کروياتو تخريب، سالنډي، شنډېدل يا عقامت، سرطان، د عضلاتو ضعيفي، د ماشوم بېمودې زيږيدل، د پښتورګو او ځيګر تخريب او د زړه د ټكان سبب کېدلای شي.
د برتانيې طبي ټولنه توصيه کوي چې ويتامين اي منابع د وقايوي تداوي په حيث، همدارنګه د بعضو امراضو لکه داخلي او خارجي زخمونو، نسجي تخريباتو، نيم سري، د سترګو او پوستكي د ناروغيو، د ويښتو د تويېدلو، د


عضلاتو د امراضو، او د سږو د تخريب د تداوي لپاره ورکول کېدای شي.
ويټامين اي د لاندې كسانو لپاره توصيه كيږي:
• هغه کسان چې په ډېره اندازه د غير مشبوع غوړيو څخه استفاده كوي
• حامله ښځې
• هغه ښځې چې د ولادت کنترولونکي درمل يا استروجن استعمالوي
• له مودې وړاندې زيږيدلي ماشومان
• سګرتيان
• هغه کسان چې د کولمو جذب یې خراب وي
• هغه ښځې چې د Keloid ناروغي لري.
• د وينې د جګ فشار مريضانو ته
• د سينې د سرطان ناروغانو ته.
د ويټامين اي زيانونه
د دومره ډېرو ګټو او استعمال ځايونو سره سره د ويتامين اي ډير استعمال کله کله له خطره خالي نه وي. د دې تر څنګه چې دا د وجود لپاره يو ضروري توكى دی او که چېرې په ډېر مقدار واخستل شي نو په تشو متيازو کې اطراح کېږي مګر بيا هم ډېر مقدار يې د ځينو لپاره مضر تمامېدای شي. که د ډېرې مودې لپاره روزانه له ۲۵۰ ملي ګرامو څخه زيات واخستل شي نو کېدای شي د زړه بدوالي، د خېټې دردونو، استفراقاتو او اسهالاتو سبب وګرځي.
د ويتامين اي ډېر استعمال کېدای شي د معدې په واسطه د نورو ويتامينونو لکه اې، ډي، کې او د اوسپنې جذب هم کم کړي. هغه خلک چې د وينې د غوټه كيدو ضد دواګانې اخلي نو د داکتر د مشورې نه پرته بايد ويتامين اي وانخلي ځکه کېدای شي پدې توګه يې اندازه غلطه شي او د اختلاطاتو سبب وګرځي.
له ۳۰۰ ملي ګرامو نه ډېر دوز کېدای شي د معافيتي سيستم فعاليتونه مختل کړي او له ۶۰۰ ملي ګرامو څخه پورته دوز کېدای شي د ډيپريشن او ستړيا د ناروغيو سبب وګرځي. هغه ښځې چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي بايد پدې وپوهېږي چې د ډېر مقدار ويتامين اي د اخستلو په صورت کې په وينه کې د شکرې د کمېدو حملې (Hypoglycemic Attacks) ورباندې راتلای شي، همدارنګه د وينې فشار هم پورته تلای شي.
د ويټامين اي طبيعي سرچينې
غذايي منابع لکه مڼه، کېله، د جوارو اوړه، کاهو، ګازرې، جوار، د هګۍ زېړ، د چرګ غوښه، سنتره، نعنا، نارنج، مومپلي، شالي، پالک، ورغستلي، آيس کريم او قيماق د ويتامين اي تر ټولو مطمئن منابع ګڼل کېږي..
هغه کسان چې د ويتامين اي له منابعو څخه استفاده کوي نو دې ته بايد پام ولري چې د اوسپنې د سرچينو د اخستلو سره بايد ۸ ساعته فرق ولري. کله چې ويتامين اي د سلينيم، منګنيز، اينوسيتول، فاسفورس او د اې، بي او سي ويتامينونو سره يو ځای واخستل شي نو ډېره ښه نتيجه ورکوي. له بل پلوه هغه کسان چې د حمل ضد ګوليو، کلورين، منرالي غوړيو، غيرمشبوع شحمياتو، خوږو آيس کريمو او سګرتو څخه استفاده کوي بايد ويتامين اي وانخلي..
په لنډه توګه ويلای شو چې ويتامين اي يوه مهمه مغذي ماده ده چې په غذايي موادو کې موجود وي، خو د متوسطو خلکو په غذا کې يې عموماً کموالی محسوسېږي. ډېر داسې امراض او حالات موجود دي چې د ويتامين اي د تداوۍ سره ښه ځواب ورکوي. کله چې ويتامین اي د احتياط او تدابيرو سره واخستل شي صحت ته ډېر ګټور تمامېږي. که مونږ هغه خوراکي مواد چې الله راته برابر کړي وخورو، په يقيني توګه به يادې شوې ګټې او ورسره نورې هغه هم لاس ته راوړو.
برابرونکی: بریالی محمدی دمعالجوی طب د پوهنځی زده کړیال د ترکیی په انقری ښار کی..

۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه

ابراز تسلیت


پوهاند غضنفر که در سال ١٣٠٦ در قريه مرکزی کلنگار ولایت لوگر تولد شده، در عرصه خدمات صحی خدمات وافر را انجام داده بودند.پوهاند غضنفر مدت هشت سال در دانشگاه امريکايی بيروت و برای دوسال در امريکا در رشته طب تحصيل نموده است.
خدمات شايانی در عرصه طبابت در کشور انجام داده است. وی از جمله خبرگان و نخبه گان کشور به شمار می رود. استاد غضنفر تمام تلاش هايش را در جهت تربيه اطبای جوان کشور انجام داده است. وی استاد بيوشيمی دانشکده طب کابل بود و لابراتوار بيوشيمی که شاگران طب در آن کار می کردند از جمله تحفه هايی وی بود که در اثر کار های تحقيقاتی شان در بيروت انجام داده بودند. علاوه بر آن دستگاه سيروم سازی علی آباد که تا مدت های طولانی همه شفاخانه های کابل را سيروم می داد، دستگاه تصفيه هوا که در عمليات خانه شفاخانه علی آباد فعال بود از آن جمله تحفه ها است که اين استاد گران مايه آنها را در خدمت جوانان وطن قرار داد و با اين عمل شان درس وطنپرستی را به همگان آموختاند. استاد غضنفر يکی از شخصيت های علمی کشور بوده که افتخار همه دانشمندان وطن است.
علاوتاً استاد غضنفر تهداب گزار صحت عامه کشور، مکتب نرسنگ و ستراتيژيست عرضه خدمات صحی باکيفيت در کشور بود.
جهت قدردانی از خدمات استاد غضنفر در عرصه طبابت انستيتيوت علوم صحی بنام (انستيتيوت علوم صحی استادغضنفر) و همچنان کتابخانه دانشگان طبی کابل، بنام استاد غضنفر مسمی گر ديده است.
استاد غضنفر در حمل 1388 در اثر حمله قلبی بينايی خود را از دست است.
استاد غضنفر شخصيتی صميمی و مهربان دارد با آواز گيرای خود شاگران را مجذوب خود می کرد. کمتر کسی می توان يافت که در ساعت درسی وی حاضر نباشد و با دقت تمام به صحبت ها و درس های وی گوش ندهد. وی نه تنها درس مسلکی می داد بلکه با به تصوير کشيدن زنده گی و فعاليت های خود، با ابراز تجارب و اندوخته های خود از طريق قصه های شرين درس از خودگذری، وطنپرستی، اخلاق نيکو داشتن، و دها و صد ها خوبی های ديگری را به شاگردانش می آموزاند.
تلاش نمودم تا اگر زنده گی نامه مفصلی از وی به نشر بسپارم ولی نه توانستم. زيرا در سايت های ما قدردانی از دانشمندان و علما کم تر انعکاس يافته است.
جايزه افتخاری از سوی وزارت صحت عامه افغانستان در کنفرانسی که زير عنوان ارتقای اخلاق طبابت در افغانستان به تاريخ های 26 و 27 قوس 1391 \ 15 تا 16 دسامبر 2012 داير شده بود به پوهاند داکتر سيد الف شاه غضنفر، از طرف حامد کرزی رييس جمهور افغانستان داده شد.
در اين محفل مختصر سوانح داکتر سيد الف شاه غضنفر قرائت گرديد و از خدمات وی در عرصه طبابت در کشور قدردانی به عمل آمد.
گفته شده است که از اين پس همه ساله جايزه ای به نام <جايزهء استاد غضنفر> به کارمندان شايستهء عرصه طبابت که از خود اهليت و شايسته گی نشان بدهند اهدا خواهد شد. اين روند از خود سيدالف شاه غضنفر آغاز گرديد.
در 18 سرطان 1388 \ 19 جولای 2009 نيز مدال عالی دولتی سيد جمال الدين افغان، سيدمحمد امين فاطمی وزيرصحت عامه و داکتر محمد اعظم دادفر وزير تحصيلات عالى به استاد غضنفر تفويض گرديده بود.